IQNA

  په عراق کې د «امیر القراء» ملي طرحې نهم پړاو پیل شو

11:26 - June 01, 2025
د خبر لمبر: 3491205
ایکنا -  د حضرت عباس(ع) مقدس آستان پورې اړوند د قرآن کریم علمي کمپلیکس د «امیر القراء» ملي طرحې نهم پړاو پیل کړ. 

 ایکنا نیوز  د الکفیل له قوله راپور راکړی، د دغې پروژې اجرایوي مدیر محمد رضا الزبیدي وویل: د حضرت عباس(ع) د مقدس آستان پورې اړوند د قرآن کریم علمي ټولنې د عراق د ۱۶ ولایتونو څخه د قرآن کریم په قرائت کې د وړتیالرونکو زده‌کوونکو په ګډون د «امیر القراء» ملي طرحې نهم پړاو پیل کړ. 

هغه زیاته کړه: د دغې طرحې د تعلیمي پروګرامونو پلي کول د یوې تعلیمي ورکشاپ له لارې پیل شوي، چې په غږیزو او تنفسي تمریناتو تمرکز لري، څو قاري د قرائت او حفظ اړوند درسونو لپاره چمتو کړي. 

هغه روښانه کړه چې د غې ټولنې د دې طرحې د ګډونوالو لپاره یو جامع پروګرام تیار  کړی دی. دا پروګرام له سهاره پیل کیږي او تر ماښامه  پورې دوام کوي. دا پروګرام د یوه پرمختللي سیسټم له مخې پلي کیږي او د زده‌کوونکو په بېلابېلو کچو کې پرمختګ ته وده ورکوي. 

الزبیدي وویل: دا طرحه به په درو پړاوونو کې ترسره شي او په کې به سیالۍ، کلتوري او دیني ورکشاپونه، د تفریحي سفرونو ترڅنګ، قرآني محفلونه او د قرآن کریم د سمو قرائتونو په اړه تعلیمي ناستې شاملې وي.

https://iqna.ir/fa/news/4285475

captcha